Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د ښځو په ګډون ۲۰۰ کسان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

فراه (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز او پشترود ولسوالۍ کې د ښځو په ګډون۲۰۰ کسان له بېلابېلو حرفوي زده‌کړو فارغ شول.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کسانو ته د شپږو میاشتو په موده د رازي موسسې له لوري کې د برېښنایي وسایلو او مبایل د ترمیم او خیاطۍ برخو کې زده‌کړې ورکړل شوې دي.

د سرچينې معلوماتو له مخې چې له فارغ شوو دوو کسانو سل ښځې دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست توانېدلی زرګونه کسان له بېلابېلو حرفوي زده‌کړو فارغ کړي.

یاد ریاست لیکلي چې له فارغ شوو کسانو یې یو شمېر په دولتي ادارو او موسسو کې پر دندو هم ګومارلي دي.

د مبايل د ترمیم له برخې فارغ او د بالابلوک ولسوالۍ د ګنج‌اباد کلي اوسېدونکی عزت‌الله وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د مبایل جوړونې برخه کې ډېر څه زده کړي دي.

هغه وایي چې له زده‌کړو تر فراغت وروسته یې د مبایل جوړونې اړوند وسایل هم ترلاسه کړي څو کار وکړي او له دې لارې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.