Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ ١٩ کلنو ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته لاړه

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ له ۱۹ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي امارتو ته لاړه.

له ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبغاړو اسیا جام سیالۍ د روانې ډسمبر میاشتې په اتمه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله په یاد سیالیو کې د ګډون په موخه د متحده عربي امارتو په لور روانه شوه.

دغه راز د دغو سیالیو الف ګروپ کې افغانستان، هندوستان، پاکستان او نیپال شامل دي او په ب ګروپ کې د بنګله‌دېش، سریلانکا، متحده عربي امارت او جاپان لوبډلې شاملې دي.

په دغو سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.