کندهار (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د کندهار ښاروالۍ وایي، د ښاري نظم په موخه یې په دغه ښار کې د ۹۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مېوو او ترکاري پلورونکو لپاره ۲۸۰ غرفې اېښې دي.
د کندهار ښاروالۍ ویاند سیفالله عاصم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه غرفې یې د «یواېن هبیتات» موسسې په مالي لګښت جوړې کړې دي.
هغه وایي چې دغه غرفې یې د کندهار ښار څلورمې ناحیې اړوند د احمدشاهي جادې ته څېرمه د هغو ترکاري او مېوو پلورنکو لپاره اېښي چې په خوا به یې په کراچیو کې مېوې او ترکاري پلورل.
د هغه په خبره، دغه کار یې د ښاري نظم په موخه کړی او له دې وروسته به په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شي او د ښار په نورو برخو کې هم ورته پلانونه په پام کې لري.
د یادې موسسې استازی انجنیر عزیزالرحمن معروفي بیا وایي چې په هره غرفه ۳۵۰ ډالره لګښت راغلی دی.
له بلې خوا بیا په دې سیمه کې د مېوې یو پلورونکی سردارمحمد وایي: «دا غرفې موږ ته هیڅ ګټه نه کوي، اول خو دا کار زموږ په خوښه نه دی شوی او بیا چې وشو داسې غرفې یې ایښي دي چې څلور کارتنه مېوه په کې نه ځاییږي.»
یو بل مېوه پلورونکی قدرتالله بیا وایي، له یوې خوا دوی توکې نه شي پلورلی او له بلې خوا ښاروالي د دې غرفو په بدل کې د میاشتې ۱۵۰۰ افغانۍ ترې غواړي چې دا کار ستونزمن دی.
خو د کندهار ښاروالۍ مسوولین بیا وایي چې دا غرفي د کوچنیو کاروبارونو لپاره کفایت کوي او هغه کسان یې په اړه شکایت کوي چې په خوا یې د سړک پر سر په کراچیو کې ترکاري او مېوې پلورلې.
Views: 54
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن