پلعلم (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې په دغه ولایت کې د څلورو ولایتونو د دېرشو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ په مرکز پلعلم کې د لوګر په ګډون د کابل، میدانوردګ او کاپیسا ولایتونو د ۳۰ لوبډلو ترمنځ نن پیل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.
نعیمزي زیاته کړه چې دغه سیالۍ د والیبال ورزش ته د ودې ورکولو، د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همدارنګه د ولایتونو په کچه د والیبال لوبغاړو ترمنځ د تجربو شریکولو په موخه پیل شوې دي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې یادې سیالۍ به په څلورو پړاوونو کې د «نېک اوټ» په سیستم ترسره شي او لومړي، دويم او درېیم مقام ګټونکو ته به ځانګړې ډالۍ هم ورکړل شي.
د لوګر د والیبال یوه لوبغاړي سیداغا پژواک ته وویل، خوښ دی چې د والیبال فدراسیون له لوري د څلورو ولایتونو په کچه د دې لوبې سیالۍ پيل شوې.
نوموړي د بدني روزنې او ورزش له امریته وغوښتل چې ورته سیالۍ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم جوړې کړي.
باید وویل شي چې د روانې میاشتې په پیل کې هم د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري د دغه ولایت په کچه د والیبال د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم درې ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
Views: 156
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن