زرنج (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د نیمروز ولایت ځايي مسوولین د ایران د زهدان ښار له الغدیر توقیفځایه د ۱۹۳ افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.
د نیمروز د بهرنیو اړیکو استازي مولوي یارمحمد حقیار پژواک ته وویل: «په تهران کې د افغانستان د سفارت او په زاهدان ښار کې د افغانستان قونسلګري د مسوولینو هڅو په نتیجه کې، په نهم پړاونو کې ۱۹۳ افغان بندیان چې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله زنداني شوي وو، خوشي او پرون په نیمروز کې د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ ته ورسپارل شول.»
هغه زیاته کړه چې تېره اونۍ په اتم پړاو کې هم ۶۳ افغان بندیان له ایرانه ازاد او نیمروز ته راستانه شوي وو.
د یادونې ده، تېرو ۹ میاشتو کې په اووه پړاونو کې ۲۲۴ افغان زندانیان د ایران له زندانونو ازاد او د نیمروز له لارې افغانستان ته راستانه شوي وو.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن