Language

چین کې د زلزلې له امله سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

اټلانټا (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د چین شمال لوېدیځو ایالتونو کې د سختې زلزلې له امله سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

چینایي رسنۍ (سي‌جي‌ټي‌اېن) د لېندۍ په ۲۸مه، خبر ورکړی چې دغه زلزله نن سهار وخته د دغه هېواد شمال لوېدیځو دوو ایالتونو کې شوې ده.

ځایي مسوولینو ویلي، د زلزلې شدت د ریشتر په کچه ۶،۲ درجې و .

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله ۱۱۱ کسان مړه او تر ۲۰۰ ډېر ژوبل شوي دي.

د چین رسنیو خبر ورکړی چې ډېرۍ مرګ‌ژوبله په ګینزو او قینهای سیمو کې رامنځته شوې ده.

په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.

Related Topics