کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): قطر کې د ا.ا د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دوحه کې د چین سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې دغه هېواد کې د چین سفارت له شارژدافیر چن یو سره یې لیدلي دی.
نوموړي زیاته کړې، په دې لیدنه کې یې پر دوه اړخیزو اړیکو، په هېواد کې د چینایي سوداګرو پر پانګونې، بشري مرستو، د کوکنارو د کښت پر بندیز او د نشهیې توکو پر وړاندې پر مبارزې خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، تر دې مخکې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیایوینګ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په ليدنې کې ویلی و چې له افغانستانه پر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه یې تر ډېره له منځه وړې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پرمختګ وکړي.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن