ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان- ترک ښوونځي به د افغانانو  زده کړو ته دوام ورکوي

افغان- ترک ښوونځي به د افغانانو  زده کړو ته دوام ورکوي

author avatar
29 Dec 2023 - 01:35
افغان- ترک ښوونځي به د افغانانو  زده کړو ته دوام ورکوي
author avatar
29 Dec 2023 - 01:35

کندهار (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۲) په کندهار کې د افغان ترک ښوونځیو مدیر هارون ډیزي ایري وایي، دوی په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې خپلو همکاریو او خدماتو ته دوام ورکړي او دا د ترکیې او افغانستان تر منځ د دوستۍ نښه ده.

نوموړي دغه څرګندونکې د پنجشنبې په ورځ د کندهار په اطلاعات او فرهنګ ریاست کې د لسګونو ځوانانو په هغه فراغت غونډه کې وکړې چې له کمپیوټر او ترکي ژبي له زده کړو څخه فارغ شوي وو.

دغه ۱۰۷ ځوانانو د ترکي ژبي دوه میاشتنۍ او د کمپيوټر د زده کړې شپږ میاشتنۍ زده کړې د اطلاعات او فرهنګ ریاست په ښوونیز مرکز کې تر سره کړې دي.

د افغان ترک ښوونځیو مدیر هارون ډیزي ایري وویل، دوی په کندهار کې د دوو ښوونځیو تر څنګ لسګونو ځوانانو ته د ترکي ژمي د زده کړي زمینه برابره کړې او په دې برخه کې به یې فعالیتونه دوام ولري.

ده وویل: «دلته زموږ فعالیت د ترکيې او افغانستان تر منځ د دوستۍ نښه ده او د دې اړیکو تر سل کاله هم ډېره موده کیږي، موږ ویاړو چې دلته فعالیت کوو او ځوانانو ته روزنه ورکوو.»

په دې غونډه کې د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي انعام الله سمنګاني هم د عصري زده کړو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ځوانان باید همداسې زده کړو ته دوام ورکړي ځکه دا هم د دین او د دنیا د ګټي لامل ګرځي.

هغه زیاته کړه: «پر همدې ځای به تاسې زده کړې نه بس کوئ، باید دوام ورکړئ ستاسې دا زده کړې هم د دین او هم د دنیا د ګټي زریعه ګرځېدلای شي، او کوښښ به دا کوو په دنیا کې چې کوم معیارونه او کوم سټنډرډونه دي، د هېواد د پرمختګ لپاره کوم ضرورتونه دي هغه به هم په نظر کې نیسو.»

دغه راز د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک هم وویل، ترکیه له افغانستان سره ګډ نه بېلېدونکي مشترکات لري او دوی د ترکیې د همکاریو قدرداني کوي.

فارغ شویو زده کوونکو هم وویل، دوی به خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې خپلې زده کړې تر نورو ځوانانو هم ورسوي.

د ترکي ژبې له زده کړو یو تن فارغ شوی محمد عیسی په دې اړه وایي: «په دې لنډه موده کې خو یوه ژبه نه زده کیږي نو موږ هڅه کوو چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړو او بیا خپلې زده کړې تر نورو ځوانانو پورې هم ورسوو.»

یو بل فارغ شوی ځوان احمدالله هلالي هم وايي، عصري زده کړې د ټولنې او هېواد د پرمختګ لپاره ډېرې اړیني دي دا ځکه چې له همدې لارې افغانانو کولای شي له نړۍ سره په اړیکه کې شي او یو ځای د پرمختګ په لوري ولاړي شي.

ده زیاته کړه: «عصري زده کړې که د ژبو زده کړه وي یا د کمپیوټر اوس مهال موږ ډېره اړتیا ورته لرو ځکه له همدې لارې موږ د نړۍ له نورو هېوادونو او خلکو سره اړیکي ساتلای شو او د هغوی له پرمختګونو څخه ګټه پورته کولای شو.»

له دې وړاندې هم د افغان ترک ښوونځیو د ښوونکو په همکارۍ سلګونه نور ځوانان د ترکي ژبې د زده کړې په برخه کې روزل شوي.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.