پلعلم (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲): لوګر کې د څلور ولایتونو دېرشو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لوګر «پیروزي کلنګار» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د والیبال فدراسیون له لوري یوه میاشت مخکې په پلعلم کې د لوګر، میدانوردګو، کابل او کاپیسا ولایتونو د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
هغه وايي چې دغه سیالۍ نن د لوګر د «پیروزي کلنګار» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د والیبال دغه سیالۍ والیبال ورزش ته وده ورکولو، د ورزشکارانو ترمنځ د ښو اړیکو جوړولو او د هغوی ترمنځ د تجربو شریکولو په موخه جوړې شوې وې.
بلخوا د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل، اسلامي امارت د ورزشکارانو کلک ملاتړ کوي او هڅه کوي هغوی ته په خپلو ولایتونو کې د ورزش اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه راز د یادو سیالیو یوه ګډونوال محمدعارف پژواک ته وویل، خوښ دی چې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له لوري په دغه ولایت کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ په بریالیتوب ترسره شوې.
دی زیاتوي، ورته سیالۍ کولای شي چې د ورزشکارانو تجربې پياوړې کړي.
د یادونې ده، تېره میاشت هم د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ جوړې شوې وې.
Views: 63
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن