ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې د شلو ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوې

پنجشېر کې د شلو ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوې

author avatar
31 Dec 2023 - 18:13
پنجشېر کې د شلو ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوې
author avatar
31 Dec 2023 - 18:13

پاراخ (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲): د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغو پروژو لګښت د نړۍوال بانک او د افغانستان بیارغونې صندوق له خوا ورکړل شوی دی.

 د هغه د معلوماتو له مخې، دغو پروژو کې د کرنیزو کانالونو، سربندونو او فرعي سړکونو جوړول شامل وو چې د جوړېدو چارې یې شاوخوا ۷ میاشتې مخکې پیل شوې وې.

د سیمې یو اوسېدونکی نیک‌محمد هم وایي چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره خلکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

 

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.