پلعلم (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۲): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په دغه ولایت کې د دولتي ښوونځیو له زدهکوونکو او ښوونکو سره د شاوخوا ۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت د درسي توکو مرسته وکړه.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، په یاده مرسته کې ۲۹۹ کېټه د ښوونکو او ۲۷۳۵ کېټه د زدهکوونکو درسي توکي، دغه راز ۶۲ کېټه سپورتي وسایل او ۲۶۲ کېټه د ښوونځيو تخنیکي وسایل شامل دي.
عرب زیاته کړه چې دغه درسي توکي به په یوه اونۍ کې د لوګر د پوهنې ریاست اړوند امریتونو ته ولېږدول شي او په نوي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې به د ۲۷۶ ښوونځيو په ۵۵ زره زدهکوونکو او ۳۰۰ ښوونکو ووېشل شي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، پوهنې وزارت هم د لوګر په ښوونځیو کې د کتابونو ستونزې د حل لپاره څه باندې ۳۰۰ زره ټوکه کتابونه برابر کړي او د نوي کال له پيل سره به له لومړي تر ۱۲ ټولګي پورې پر زدهکوونکو ووېشل شي.
د لوګر د مرکز پلعلم د حصارک ښوونځي یوه زدهکوونکي محمداکبر پژواک ته وویل، د یادو درسي توکو له وېش وروسته به په یو شمېر ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شي.
هغه پوهنې وزارت ته وړاندیز وکړ چې د لوګر په ټولو ولسوالیو کې د ښوونځيو ودانیو او کتابونو برخو کې ستونزې حل کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن