Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان او لغمان کې د ترافیکي پېښو له امله پنځه تنه مړه او څلور ټپیان شوي

[restrict paid="true"]

مهترلام، فیض‌آباد (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې په لغمان او بدخشان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار د مرغومي په ۱۳مه، پژواک اژانس ته وویل، چې ددې ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ د لغایر په سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړې، د سپرلیو یو موټر چې د سړک په غاړه درول شوی و، پخپل سر روان شوی او لاندې درې ته غورځېدلې چې له امله یې  درې ښځې او دوه ماشومان مړه شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د لغمان امنیتي مسوولین وایی، د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند کاکڅ سیمه د کابل ــ ننګرهار پر لویه لار ترافیکي پېښه شوېده.

د لغمان امنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک ته وویل، دا پېښه نن ماښام پنځه بجې د کرولا او ټوډي ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځت۹ه شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې دې ترافیکي پېښه کې د یوې میرمنې په ګډون څلور تنه ټپیان شوي.

د نوموړي په وینا د پېښې ځای ته د ترافیکو مدیریت او شهرا قوماندانۍ پرسونل پر وخت رسیدلي ټپیان يې د درملنې په موخه  ننګرهار ولایتي روغتون ته انتقال کړي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.