کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ایران په کرمان ښار کې د تېرې ورځې دوې چاودنې چې د هغه هېواد یو شمېر وګړو ته په کې مرګژوبله واوښته، غندلې دي.
پرون د ایران په کرمان ښار کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین په پار جوړو شوو مراسمو ته نږدې، په دوو چاودنو کې ۳۰۰ کسانو ته مرګژوبله واوښته.
قاسم سلیماني څلور کاله مخکې په عراق کې د امریکايي ځوانونو په هوايي برید کې ووژل شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پر خپله ايکسپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت د ایران دولت ته او په ځانکړې توګه د دغو بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.
د دغو بریدونو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر د یادو چاودنو پړه پر اسرائیلو اچولې ده.
د یادونې ده، اسرائیلي چارواکو تر اوسه د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن