ترینکوټ (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): ترینکوټ ښار کې پولیسو د غلا شوو موټرسایکلونو د بڼې بدلولو ځای کشف کړی او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د ترینکوټ ښار د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال حاجي مدد وايي، دغه ورکشاپ کې د غلا شوو موټرسایکلونو او زرنجونو رنګ او پرزې بدلېدې او بیا به یې پر نورو کسانو پلورل.
نوموړي نن (د مرغومي ۱۶مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده سیمه کې د عملیاتو پرمهال یې درې موټرسایکلونه او د لسګونه نورو موټرسایکلونو او زرنجونو پرزې ترلاسه کړې دي.
نوموړي دغه راز وویل، تېره یوه میاشت کې یې د ۳۱ موټرسایکلونو د غلا په تور ۱۶ کسان هم نیولي چې دوسیې یې عدلي او قضایې ادارو ته سپارل شوې دي.
ورته وخت کې د ترینکوټ ښار اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې له غلو سره قانوني چلند وکړي.
Views: 161
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن