لشکرگاه (پژواک، ۲۶ حمل ۱۴۰۵): د هلمند ولایت امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د موسیکلا ولسوالۍ پولیسو د یوه صراف له غلا شوو پاکستاني کلدارو څخه نږدې ۱۳ میلیونه بېرته ترلاسه کړې او په تړاو یې شپږ تنه وسلهوال نیولي دي.
د موسیکلا ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي مصباحالله عادل وایي، دغو کسانو د روژې میاشتې پر ۲۵مه د نوزاد او موسیکلا ولسوالیو ترمنځ د نصیر خان دربار په سیمه کې له یوه صراف څخه شاوخوا ۳۶ میلیونه پاکستانۍ کلدارې «د وسلو په زور غلا» کړې وې.
د ده په وینا، امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې له یادو شاوخوا ۳۶ میلیونه پاکستانۍ کلدارو ۱۲ میلیونه او ۷۵۰ زره بېرته ترلاسه شوې دي.
مسؤلین زیاتوي، چې د دې قضیې په تړاو د دوو نورو شکمنو کسانو د نیولو هڅې روانې دي او شپږ نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.