ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوړو نړۍوال پروګرام تېر مېلادي کال کې له افغانانو سره د ۳۵۰ زره ټنه خوراکي توکي مرسته کړې

د خوړو نړۍوال پروګرام تېر مېلادي کال کې له افغانانو سره د ۳۵۰ زره ټنه خوراکي توکي مرسته کړې

author avatar
7 Jan 2024 - 15:46
د خوړو نړۍوال پروګرام تېر مېلادي کال کې له افغانانو سره د ۳۵۰ زره ټنه خوراکي توکي مرسته کړې
author avatar
7 Jan 2024 - 15:46

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې تېر مېلادي کال یې افغانستان کې له زیانمنو سره د څه باندې۳۵۰ زره ټنه خوراکي توکي مرسته کړې ده.

دغه سازمان نن (یک‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی چې د ننګونو سربېره به ‎خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

دغه مرسته په داسې حال کې شوې چې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راوستی چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د دغه سازمان په راپور کې چې تېر کال د ډسمبر په ۱۱مه خپور شو راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ګډون په ۵۳ هېوادونو کې ۲۵۸ میلیونه کسان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې څه باندې ۲۹ میلیونو افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له پاکستان او ایرانه‎ د زرګونو افغان کډوالو په ایستلو سره دغه شمېر ‎زیات شوی دی.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.