ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني پای ته ورسېده

جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
7 Jan 2024 - 15:08
جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
7 Jan 2024 - 15:08

شبرغان (پژواک،۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني د قومي مشرانو، دیني علمانو او سیمه‌ییزو مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

په دې اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو ریاست له لوري جوړه شوې جرګه کې د شخړې د دواړو لورو یو شمېر غړو، دیني علماوو، قومي مشرانو او سیمه‌ییزو مسوولینو ګډون کړی و.

د جوزجان د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي غلام‌نبي صمیم وویل چې دغه جرګه د شبرغان ښار په چهارجفت کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ موجودې دښمنۍ پای رسولو‎ په موخه جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، ‎په دې جرګه کې سلګونه دیني علمان او قومي مشران ګډون لري، نو د دواړو لورو ترمنځ خبرې پیل شوې څو ترمنځ یې شته دښمني پر دوستي بدله شي.

هغه وايي چې د خلکو ترمنځ د اختلافاتو او دښمنیو پای ته رسولو لپاره ناوخته نه ده او هیڅ شي له سولې او دوستۍ خواږه نه دي.

دیني عالم او د جوزجان ولایت قومي مشر مولوي صدیق‌الله په دې جرګه کې خلک مینې او د یو بل منلو ته راوبلل.

هغه زیاته کړه: «دواړو لورو زموږ عذر او زارۍ ومنلې او دا مجلس جوړ شو، ان‌شاءالله زموږ هڅه دا ده چې تل خلکو ته خدمت وکړو او د خلکو خیر غواړو، منفي چلند کول نور هیڅ ارزښت نه لري.»

په همدې حال کې، یوه بل قومي مشر او د جرګې ګډون‌وال عبدالخالق حقیار دښمني او اختلافات د کورنیو په ګټه نه بولي او د خبرو له لارې د هغو پر هواري ټينګار کوي.

هغه زیاته کړه، له اتو کلونو راهیسې د یادو کورنیو دښمني موجوده وه چې ترمنځ یې د ستونزو لامل شوې وه.‎

هغه وویل: «بالاخره د علماوو، ‎سپین‌‌ږیرو او زموږ په منځکړیتوب چې له شبرغانه راغلي یو، موضوع مو فیصله کړه، د دواړو لورو په منځ کې مو سوله وکړه او له دې وروسته دا موضوع حل شوه او ان‌شاءالله له دې وروسته د هغوی ترمنځ کومه ستونزه نشته.»

یاده جرګه کې د دواړو کورنیو غړو یوبل غېږ کې ونیول او اته کلنه دښمني یې پای ته ورسوله.

د یادو کورنيو یوه غړي دال‌نسیم اسحق‌زي وویل: «زموږ ترمنځ یو جنجال راغی چې اته کاله یې کېږي، زموږ منځ کې دښمني وه، خو اوس چې سپین‌ږیري راغلل هېچا ته څه نه وایو، د سپین‌ږیرو فیصله زما فیصله ده.»

هغه د دې دښمني په اړه داسې وویل: «زما د کاکا زوی سلمان زموږ د همسایه عبدالواحد له لوري په ایران کې وژل شوی و، موږ نن روغه وکړه او له دې وروسته د ورورګلوۍ ژوند کوو او خپل منځ کې ستونزې نه لرو.»

د جوزجان د مسوولینو په وینا، په دغه ولایت کې دا شپږمه لویه قضیه ده چې د قومي جرګې له لوري هواره او د طرفینو ترمنځ سوله شوې ده.

Views: 122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.