ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر غزه د اسرائیل بریدونو کې تر اوسه د ملګرو ملتونو ۱۴۲ کارکوونکي وژل شوي

پر غزه د اسرائیل بریدونو کې تر اوسه د ملګرو ملتونو ۱۴۲ کارکوونکي وژل شوي

author avatar
9 Jan 2024 - 03:05
پر غزه د اسرائیل بریدونو کې تر اوسه د ملګرو ملتونو ۱۴۲ کارکوونکي وژل شوي
author avatar
9 Jan 2024 - 03:05

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲) په فلسطین کې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې پر غزې ښار د اسرائیلي ځواکونو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې یې تر اوسه ۱۴۲ کارکوونکي وژل شوي دي.

د قطر دولتي اژانس د مرغومي په ۱۸مه په فلسطین کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې (یو‌اېن‌روا) د معلوماتو له مخې، دا د ملګرو متلونو په تاریخ کې په یوه سیمه کې د دې ادارې تر ټولو ډېر کارکوونکي دي چې وژل کېږي.

په فلسطین کې د ملګرو  ملتونو یادې ادارې زیاته کړې چې دغه راز په تېرو درېیو میاشتو کې د دې ادارې اړوند ۱۳۰ ودانۍ چې په کې ښوونځي او روغتونونه هم شامل دي، له منځه وړل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روانې جګړې له امله لسګونه زره فلسطینیان بې‌ځایه شوي او بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یادونې ده، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ د پیل شوې جګړې له امله تر اوسه شاوخوا ۲۳ زره فلسطینیان وژل شوي او تر ۵۰ زره ډېر ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په جګړه کې تر اوسه دوه زره اسرائیلیان هم وژل شوي او تر پنځو زرو پورې ژوبل شوي دي.

[/restrict]

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.