Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عراق کې د وسله‌والو په برید کې ۱۳ ترکي سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د عراق په نیمه خپلواک سیمه کردستان کې د وسله‌والو په یوه برید کې د ترکیې پنځه سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

امریکا غږ نن د ترکیې د دفاع وزارت له قوله لیکلي، تېره ورځ د مرغومي په ۲۲مه پنځه سرتېرې د عراق په نیمه خپلواکه سیمه کردستان کې په یوه برید کې وژل شوي او اته نور ټپیان دي چې د درېیو روغتیایي وضعیت ښه نه دی.

سرچینې ویلي، وسله‌والو هڅه کوله چې د عراق په شمال کې د دوی نظامي اډې ته ننوځي.

دغه‌راز، سرچینې زیاته کړې، په دې برید کې ۱۲ وسله‌وال هم وژل شوي او ترکي ځواکونو په سیمه کې د پاتې نورو وسله‌والو ځپلو لپاره عملیات پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د لړم په میاشت کې هم د ترکیې په استانبول ښار کې چاودنه شوې وه چې شپږ کسان په کې وژل شوي وو او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.