ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیه د افغانستان تحصیلي نظام پرمختګ برخه کې همکاري کوي

ترکیه د افغانستان تحصیلي نظام پرمختګ برخه کې همکاري کوي

author avatar
17 Jan 2024 - 10:52
ترکیه د افغانستان تحصیلي نظام پرمختګ برخه کې همکاري کوي
author avatar
17 Jan 2024 - 10:52

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): کابل کې د ترکیې سفیر د افغانستان لوړو زده‌کړو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان تحصیلي نظام په بنسټیزو چارو کې همکاري کوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست شیخ‌الحدیث مولوي ندا‌ء‌محمد ندیم په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره لیدلي دي.

هغه وایي چې په دې لیدنه کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او کلتوري اړیکو پر پاللو ټینګار کړی او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر مذهبي مشترکاتو خبرې کړې دي.

دغه راز د یاد وزات سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو هم ټینګار کړی او د لوړو زده‌کړو پرمختګ برخه کې يې ځیني وړاندیزونه د ترکیې له سفیر سره شریک کړي دي.

سرچینې زیاتوي، په یاده لیدنه کې د ترکیې سفیر د افغانستان او ترکیې اکاډمیکو اړیکو پر مخینې خبرې کړې او د افغانستان له تحصیلي نظام سره یې د بنیادي کارونو برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو او د علمي تجربو پر شریکولو خبرې کړې دي.

Views: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.