[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): هندوستان د کرکټ په درېیمه شل اووریزه لوبه کې له دوه ځلې مساوي کېدو او له یوې په زړه پورې لوبې وروسته افغانستان ته ماتې ورکړه.
دا لوبه چې د مرغومي په ۲۷مه، د شپې ناوخته د هند په بنګلورو ښار کې ترسره شوه، پچه یې هند وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان په لوبډله کې داځل څلور لوبغاړي بدل شوي وو، د فضل حقفاروقي، نوینالحق، مجیب ځدراڼ او .. پر ځای فرید ملک، شرفالدین اشرف او سلیم ساپي ته چانس ورکړل شوی و.
فرید ملک چې په دې سیریز کې د لومړي ځل لپاره چانس ورکړل شوی و، وکولای شول چې د ویرات کوهلي په ګډون د هند درې مهم لوبغاړي وسوځوي. د هندوستان څلور مهم لوبغاړي په ۲۴ منډو سوځیدلي وو، خو لوبډلمشر روهیت شرما او رینکو سینګ په زړه پورې لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې منډې یې تر ۲۱۲ پورې ورسولې.
شرما سلیزه او رینکو پنځوسیزه ووهله او دواړه ونه سوځیدل.
د افغانستان لوبغاړو ډېره ښه لوبه پیل کړه، لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ او رحمنالله ګربز د ۹۳ منډو ملګرتیا وکړه او دواړه له پنځوسیزو جوړولو وروسته وسوځیدل، ورپسې عظمت عمرزی، کریم جنت او نجیب ځدراڼ هم ژر وسوځېدل.
خو ګلبدین نایب ډېره تېزه لوبه وکړه او په ۲۱ توپونو یې پنځوسیزه ووهله. دغه راز محمدنبي په ۱۶ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې او د افغانستان منډې یې له هند سره مساوي کړې او لوبه سوپر اوور ته ولاړه.
په لومړي سوپر کې افغانستان هند ته د ۱۷ منډو هدف ورکړ چې هند برابر کړ او لوبه دویم سوپر اوور ته ولاړه، په دویم سوپر کې هند افغانستان ته د ۱۱ منډو هدف ورکړ، خو د افغانستان دوه لوبغاړي په لومړيو دوو توپونو وسوځېدل او دغه راز هند دا لوبه وګټله.
له دې بریا سره هند د درېیو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP