ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: رسنۍ دې پردي اصطلاحات نه کاروي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: رسنۍ دې پردي اصطلاحات نه کاروي

author avatar
18 Jan 2024 - 17:05
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: رسنۍ دې پردي اصطلاحات نه کاروي
author avatar
18 Jan 2024 - 17:05

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سپارښتنه کړې چې رسنۍ دې په خپرونو کې د نورو ژبو د اصطلاحاتو او کلمو له کارولو ډډه وکړي، برېښنایي ټولیزې رسنۍ دې پنځه وخته اذان خپور کړي او خصوصي راډیو تلوېزیونونه دې اسلامي اصول او د افغانستان ملت ارزښتونه او رواني امنیت پام کې ونیسي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وړمه ورځ په یوه مکتوب کې چې ټولیزو رسنیو ته لیږل شوی، ویلی، ملي او رسمي ژبې د هر هېواد د ملي پېژند نښه ده او د هر ملت د بقا او پایښت لپاره لازم ده چې خپله ژبه او کلتور وساتي؛ ځکه چې د کلتور د ساتنې لپاره تر ټولو مهمه وسیله ژبه ده.

مکتوب کې راغلي، که چا د خپلو ملي او رسمي ژبو اصول، قواعد او ګرامر وساته، نو کلتور به یې خوندي وي او هغه ملتونه چې خپل کلتور ته یې په درنه نه دي کتلي او د خپل فرهنګ د ساتنې مسوولیت یې په سمه توګه نه دی ترسره کړی، بې له شکه چې د نابودۍ او فنا له طوفان سره مخ شوي دي.

دغه راز په یاد مکتوب کې لیکل شوي: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلو ملي او رسمي ژبو د بقا، پایښت، بډاینې، پرمختګ او خوندي ساتنې په موخه هېواد کې له شته ټولیزو رسنیو هیله کوي چې په خپلو خپرونو، مرکو، خبرونو، تبصرو او لیکنو کې د نورو ژبو د اصطلاحاتو، کلماتو او الفاظو له کارولو ډډه وکړي او د خپلو ملي او رسمي ژبو اصول، قواعد او ګرامر په پام کې ونیسي، څو د هېواد اړوند ژبې د بهرنیو ژبو له ښکېلاک، تاثیر او اغېز څخه خوندي شي.»

سرچینه لیکي، د هېواد ټولې ټولیزې رسنۍ د ټولیزو رسنیو قانون پر بنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي او مکلفې دي چې د یاد قانون په رڼا کې لاندې موارد رعایت کړي.

مکتوب کې د یاد قانون شلمې او پنځه ویشتمې مادې ذکر شوې دي.

۲۰مه ماده: د خصوصي راډیو تلوېزیونونو ادارې مکلفې دي چې په خپلو خبرونو کې د اسلام د سپېڅلي دین اصول او حکمونه او د افغانستان د ملت ملي، معنوي او اخلاقي ارزښتونه او رواني امنیت پام کې ونیسي.

۲۵مه ماده:

لومړی بند: برېښنایي ډله‌ییزو رسنیو مسوول مدیران دې په خپلو تعلیمي خپرونو کې دیني، اخلاقي، روغتیایي، د ژوند چاپېریال، د پوهنې اهمیت او د مخدره توکو د کرکېلې تولید او مصرف او د مسکراتو د استعمال د زیان مسلو ته ځای ورکړي.

دویم بند: د برېښنایي ټولیزو رسنیو مسوول مدیران مکلف دي چې د خپلو شبکو له لارې پنځه وخته اذان خپور کړي او د خپلو خبرونو په ترتیب کې د اسلامي سپېڅلو ورځو او د روژې د مبارکې میاشتې تقدس پام کې ونیسي.

د دغه مکتوب کاپي پژواک ترلاسه کړې او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي د یاد مکتوب صحت تایید کړ.

د خبریالانو مرکز د یاد مکتوب په غبرګون کې ویلي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د هېواد د رسمي ژبو کارولو د څرنګوالي په اړه پر رسنیو فشار نه راوړي.

یاد مرکز لیکلي، دغه غوښتنه په داسې حال کې په رسمي ټوګه مطرح کېږي چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست په وروستیو میاشتو کې د ځینو رسنیو مسوولین د ملي ژبو د کارولو څرنګوالي په تړاو ورغوښتي او تر فشار لاندې یې نیولي دي. سرچینې په دې اړه جزییات نه دي ورکړي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.