ګردېز (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د پکتيا د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، د ډنډپټان ولسوالۍ د خرلاڅې دروازه هم له پاکستان سره د هر ډول سوداګرۍ پر مخ پرانيستل شوه.
د پکتيا د سوداګرۍ خونې مسوول حسيبالله ګرديزی وايي، د خرلاڅې دروازې دواړو خواوو باروړونکو موټرو ته د حرکت اجازه ورکړل شوې ده.
هغه وايي: «د خرلاڅې لار د تجارت پر مخ پرانيستل شوې؛ مخکې له ډريورانو د پاسپورټ غوښتنه کېده خو اوس دوه مياشتې وخت ورکړل شوی چې پرته له پاسپورټه هم ډريوران تګ راتګ کولی شي، واردات او صادرات ترسره کېږي.»
ورته مهال، د پکتيا ولايت وياند عبدالقدير احمدي هم وايي چې د دواړو خواوو مووټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.
دغه راز یوه موټرچلوونکي رفيق پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ یوازې هغو موټرچلوونکو ته اجازه ورکړل شوې چې پاسپورټونه یې درلودل.
دی وايي: «دا اوس زه انتظار يم، تېره ورځ پاسپورټ لرونکو ډريوارانو ته د تګ اجازه ورکړل شوې، ځيني موټر واوښتل.»
د یادونې ده، نهه ورځې مخکې د خرلاڅې لار د سوداګرو پر مخ تړل شوې وه خو پرون ناوخته بېرته پرانیستل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تورخم دروازه هم له ۱۱ ورځې بندېدو وروسته نن سهار بېرته د سوداګرو او ناروغانو پر مخ پرانیستل شوه.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن