Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې شپږ زره ماشومانو ته د زده‌کړو لپاره سیمه‌ییز ټولګي پرانیستل کېږي

پل‌علم (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۲): د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په محمداغه او ازره ولسوالیو کې شپږ زره ماشومانو ته ۲۳۸ نوي سیمه‌ییز ټولګي پرانیستل کېږي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیمه‌ییز ټولګي به په راتلونکي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې پرانیستل شي چې شاوخوا ۶ زره نجونو او هلکانو ته به په کې له لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

عرب زیاته کړه، دغه سیمه‌ییز ټولګي به په هغو کلیو کې جوړ شي چې اوسمهال یې نجونې او هلکان د بېلابېلو ستونزو له امله له زده‌کړو پاتې دي.

هغه وویل چې د یادو ټولګیو ټولو زده‌کوونکو ته به درسي توکي هم وخت په وخت ورکړل شي.

بل لورته د یادو سیمو اوسېدونکي هم د دغو ټولګیو جوړېدو ته خوښ دي.

د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي بسم‌الله پژواک ته وویل، د دې ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې اوس هم سلګونه ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي.

خو دی وايي چې د یادو سیمه‌ییزو ټولګیو له پرانیستې سره به تر ډېره دغه ستونزه حل شي.

دغه راز، د ازرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحیم‌الله پژواک ته وویل: «د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي په بشپړه توګه لېوالتیا لري چې خپلې لوڼې او هلکان په نوو ټولګیو کې د لیک لوست لپاره شامل کړي.»

هغه زیاته کړه، په تېرو کلونو کې د ازرې ولسوالۍ د پوهنې برخې ته د پام وړ کار نه دی شوی.

د یادونې ده، په سیمه‌ییزو ټولګیو کې له لومړي ټولګي تر درېیم ټولګي پورې ماشومانو ته زده‌کړې ورکول کېږي او وروسته د نورو زده‌کړو لپاره ښوونځیو ته جذبېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.