Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې ۲۰ لوی چک‌ډیمونه جوړېږي

غزني ښار (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲): د غزني د سیندیزې فرعي حوزې مسؤولین وايي، په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې یې د شلو لویو چک‌ډیمونو جوړولو چارې پیل کړې دي.

 د غزني سیندیزې فرعي حوزې د ولاړو اوبو ریاست تخنیکي مسوول انجینر محمدنذیر سهار پژواک خبري اژانس ته وویل، روان کال کې یې په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د شاوخوا۸۰ میلیون افغانیو په ارزښت د شلو لویو چک‌ډیمونو جوړولو چارې پیل کړې چې ځیني یې بشپړ شوي هم دي.

د نوموړي په خبره، د یادو چک‌ډیمونو د جوړېدو لګښت د اوبو او برېښنا وزارت او یو شمېر مؤوسسو له لوري ورکول کېږي.

هغه وايي، د یاد شمېر چک‌ډیمونو چارې د غزني په مرکز، ناور، اندړو، جغتو، خوګیاڼي، واغظ، رشیدانو او جاغوري ولسوالیو کې پیل شوې وې چې د DRC یا د ډنمارک د کډوالو شورا اړوند د ټولو چک‌ډیمونو کارونه بشپړ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د یادو چک‌ډیمونو د جوړېدو موخه د بارانونو او سېلابونو اوبو مدیریت کول دي.

ورته مهال د دغه ولایت اوسېدونکي هیله څرګندوي چې د یادو چک‌ډيمونو له جوړېدو سره به د وچکالۍ له امله د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.

د معلوماتو له مخې، د غزني ۸۵ سلنه خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې ډېر کله د اوبو له کمښته شکایت کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.