Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: چاته اجازه نشته چې د اوسني نظام خلاف یو کوچنی حرکت هم وکړي

خوست ښار (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): د رييس‌الوزرا سياسي مرستيال خوست کې د یوې ديني مدرسې فراغت غونډې ته وويل، چا ته به اجازه ور نه کړي چې د دوی په قربانيو د لاسته راغلي نظام خلاف يو کوچنی حرکت هم وکړي.

د رييس‌الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير یادې غونډې ته په خبرو کې وويل، که پرون افغان ولس بهرنيو ته په ګډه ماتې ورکړې، نو نن به هم له دغه اسلامي نظام څخه په ګډه ساتنه کوي.

هغه د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست له قومونو غوښتنه وکړه چې له دغه نظام څخه په کلکه دفاع وکړي او همدا ډول په خپل منځ کې قومي ستونزې حل کړي.

هغه زياته کړه: «هيڅوک به چاته د دې اجازه ورنه کړي، هغه که پردۍ وي او د پرديو ګوډاګۍ وي د دې نظام خلاف حرکت وکړي؛ ځکه نظام زموږ مشترک نظام دی، مګر د خپل دين ساتنه به په شريکه کوو، دين يوازې د ملا او د طالب نه دی، دا د مسلمانانو دين دی.»

مولوي عبدالکبير غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چې اوسنۍ نظام يوازې په طالبانو پورې منحصر نه دی.

د نوموړي په وينا، په تېر شل کلنه مبارزه کې چې د ناټو او امريکا په مقابل کې شوې، د افغانستان ټول قومونه په ځانګړي ډول د لويې پکتيا او خوست خلک شامل دي.

دی وايي: «د شل کلن جهاد پروګرام کې د افغانستان ټول مسلمان قومونه، په دې جهاد کې موږ ځان سره شريک بولو. که يو چا په اول خط کې قرباني ورکړې هغه زموږ د صف خلک دي او که چا هغوی ته ځای ورکړی هغوی هم، نو د افغانستان ټول خلک په دې نظام کې شريک دي.»

د یادونې ده، چې د خوست مرکز اړوند د ډیري په سيمه کې د «مظهرالعلوم» په نوم د دغې ديني مدرسې په ياده فراغت غونډه کې د رييس‌الوزرا د سياسي مرستيال ترڅنګ یو شمېر نورو حکومتي چارواکو هم ګډون کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.