کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت ویاند وایي، په تېرو پنځو کلونو کې په ۱۳ امارتي ادارو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي چې تر ټولو ډېرې یې په لوړو زدهکړو، کرنې او پوهنې وزارتونو او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په اداره کې دي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد نن په کابل کې یوه خبري غونډه کئ وویل چې د چارو ادارې په چوکاټ کې د اداري پروسو ساده کولو ریاست په تېرو پنځو کلونو کې په ۱۳ امارتي ادارو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده کړې دي.
هغه زیاته کړه، تر ټولو ډېرې ساده شوې پروسې د لوړو زدهکړو وزارت ۲۱۴، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ۲۰۳، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې ۱۴۰ او د پوهنې وزارت ۱۳۶ پروسې دي.
د نوموړي په خبره، همدارنګه، په عامې روغتیا وزارت کې ۶۲، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې ۷۵، برېښنا شرکت کې ۳۵، کابل ښاروالۍ کې ۲۳، د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي ریاست کې ۲۱، د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې ۷، د چارو ادارې عمومي ریاست کې ۶، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ۴ او د کانونو او پټرولیم وزارت کې ۲ اداري پروسې ساده شوې دي.
مجاهد وویل چې د اداري پروسو ساده کول، د اداري پړاوونو او د چارو ترسره کولو د وخت له کمولو سربېره، د بیروکراسۍکمېدو، د اداري فساد د مخنیوي، د وخت د اغېزناک مدیریت، د لګښتونو د کمېدو، د مراجعینو د ګڼېګوڼې د مخنیوي او په صلاحیتونو او مسوولیتونو کې د روڼتیا زیاتېدو زمینه برابروي.
د هغه وینا، دغه بهیر کولای شي د کارکوونکو او مراجعینو د رضایت زیاتېدو او د خلکو او نظام ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل هم شي.
د نوموړي په خبره چې د اداري پروسو ساده کولو ریاست د دغه بهیر په دوام سره هڅه کوي، څو په امارتي ادارو کې د اداري پروسو د پړاو په پړاو اصلاح او ښهوالي له لارې هېوادوالو ته د لا غوره، چټکو او روڼو خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي؛ هغه تګلاره چې اساسي موخه یې د وخت او لګښت د ضایع کېدو کمول او مراجعینو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول دي.
د چارو ادارې عمومي ريیس شیخالحدیث نورالحق انور په نننۍ غونډه کې د اداري پروسو ساده کولو پر اهمیت خبرې وکړې ویې ویل چې دغه بهیر د اداري نظام د اصلاح، د بیروکراسۍ کمولو، د وخت او لګښت ضایع کېدو د مخنیوي او هېوادوالو ته د چټکو، رڼو او اسانه خدمتونو برابرولو برخه کې مهم او حیاتي رول لري.
نوموړي په امارتي ادارو کې د پروسو ساده کول یوه جدي اړتیا وبلله او د دغه بهیر پر دوام يې ټینګار وکړ.