ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې له ایرانه رااړول شوي یو شمېر ماشومان: که کار راته پیدا نه شي بېرته ایران ته ځو

غور کې له ایرانه رااړول شوي یو شمېر ماشومان: که کار راته پیدا نه شي بېرته ایران ته ځو

author avatar
30 Jan 2024 - 17:56
غور کې له ایرانه رااړول شوي یو شمېر ماشومان: که کار راته پیدا نه شي بېرته ایران ته ځو
آرشیف
author avatar
30 Jan 2024 - 17:56

فېروزکوه (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): غور کې ځيني هغه ماشومان چې د بې‌وزلۍ او لوږې له امله په غیرقانوني توګه ایران ته تللي وو خو اوس بېرته هېواد ته رااړول شوي، له اسلامي امارته غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

۱۲ کلن ضیا‌ءالحق (مستعار نوم) چې یوه اونۍ مخکې له ایرانه را اېستل شوی او غور ولایت ته راغلی، وایي چې په ډېرې سختۍ یې ځان تر ایرانه رسولی و، خو دی د هغه هېواد د پولیسو له خوا ونیول شو او افغانستان ته را واړول شو.

هغه پژواک ته وویل چې پلار یې سپینږی دی او د کار کولو توان نه لري، مشر ورور یې روږدی دی او له څلورو کلونو راهیسې یې دوی احوال نه لري او اړ شوی چې د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره په غیرقانوني ډول ایران ته لاړ شي.

نوموړی وایي چې شپږ میاشتې مخکې له یو څو نورو ځوانانو سره هرات ته لاړ او هلته یې له قاچاقبر سره خبرې وکړې او دوی یې د پاکستان له لارې ایران ته بوتلل.

هغه وویل: «د لارې په اوږدو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوو، زه چې ایران ته لاړم لوږه او بې‌وزلي وه؛ ځکه پلار مې کمزوری او مشر ورور مې روږدی دی، زموږ کور کې بل څوک نشته چې کار وکړي.»

دغه راز یاد ماشوم وایي چې قاچاقبرانو دوی ۲۰ کسان په یوه ټويټا موټر کې – چې د اتو کسانو ځایولو ظرفیت یې درلود- ځای پرځای کړل او ایران ته یې بوتلل.

هغه زیاتوي چې کله د ایران او پاکستان مرز ته ورسېدل، دغو قاچاقبرانو نورو قاچاقبرانو ته وسپارل چې درې شپې او ورځې یې پلې مزل وکړ.

هغه زیاتوي: «د ډېر پلې تګ له امله مې پښو ټڼاکې کړې وې، د تلو وس مې نه درلود، قاچاقبرانو په سوکانو او لغتو وهلو چې ځئ، ډېرې سختۍ مې تېرې کړې اوبه او ډوډۍ مو خلاصه شوې وه، زموږ وضعیت ډېر خراب وو، خو بالاخره ایران ته ورسېدو، له څه مودې کار وروسته د ایران پولیسو زه ونیولم او بېرته یې راستون کړم.»

ضیاءالحق وایي چې په ایران کې یې په یوه کلچه‌پزۍ کې کار کاوه او چې یې پیسې ګټلې او خپلې کورنۍ ته به یې لېږلې.

هغه وویل، له هغه وروسته چې ایراني پولیسو په مغازه کې ونیو او هغه یې سنګ سفید کمپ ته ولېږداوه او هلته ایراني زندانیانو واهه او ټکاوه او خپلو کالیو مینځلو ته یې مجبوراوه.

دغه ماشوم چې په کمپ کې یې یوه اونۍ تېره کړې او له هغه وروسته غور ته ستون شوی، وایي که د دوی له کورنۍ سره مرسته ونه شي او هېواد کې ورته د کار زمینه برابره نه شي مجبور دی چې بیا په غیرقانوني ډول ایران ته لاړ شي.

ضیا‌ءالحق یوازېنی ماشوم نه دی چې په ګڼو ستونزو سره ایران ته تللی او بېرته راستون کړای شوی، بلکې نور ماشومان او ځوانان هم شته چې د غیر قانوني کډوالۍ خطرناکې لارې یې خپلې کړي او ګڼې ستونزې یې تجربه کړې دي.

۱۳ کلن میرویس چې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ لګښتونه پورته کوي هم وایي چې درې میاشتې مخکې په غیر قانوني ډول ایران ته تللی و.

هغه پژواک ته وویل: «درې میاشتې مخکې د خپل د ماما له زوی او د نورو ګاونډیانو سره ایران ته لاړم کله چې د ایران سرحد ته ورسېدو د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا پر موږ ډزې وشوې، زه په لاس او نور ملګري مې په پښو لګېدلي وو.»

نوموړی وایي، که څه هم دوی ټپیان شوي وو، خو بیا یې هم ځانونه یوه امن ځای ته رسولي وو.

هغه وویل: «کله چې په ایران کې وو، د شیریني‌پزۍ په یوه شرکت کې مو کار کاوه، یوه ورځ چې کله ډاکټر ته تلم، ایراني پولیس ونیولم او راته یې وویل چې پاسپورت دې راکړه، ما نه درلود زه یې ونیولم او خپلې ادارې ته یې بوتلم، اته نفره وو، بیا یې موږ راوستلو او را وا یې ړولو، ایرانیانو ډېرې بدې ردې راته ویلې، په برقي ډنډو یې وهلو، تر دې چې د هېواد سرحد ته را ورسېدو او هېواد راغلو.»

میرویس له هغه وروسته اوس د فیروزکوه ښار په یوه نانوایي کې کار کوي او له نورو ځوانانو غواړي چې په غیر قانوني ډول کډوالي ونه کړي او هڅه دې وکړي څو خپل وطن کې کار وکړي.

هغه هم له اسلامي امارت او د هېواد له سوداګرو غوښتنه وکړه چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي څو هغوی غیر قانوني کډوالۍ ته مخه ونه کړي.

ورته وخت کې، غور کې ځيني مدني فعالان وایي، ډېری ځوانان او ماشومان چې په غیرقانوني ډول کډوالي کوي، د لارې د ستونزو سربېره د ایران د پولیسو له شکنجې، جنسي ځورونې، توهین او تحقیر سره هم مخ کېږي.

غور کې یوه مدني فعال احمدشاه پژواک ته وویل، که اوسنی نظام او د هېواد سوداګر ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه کړي، د هغو کسانو شمېر به ډېر شي چې په غیرقانوني ډول کډوالي کوي.

نوموړي زیاته کړه: «له بده مرغه د کار نشتوالی او بې‌وزلي د دې لامل شوي چې زموږ ډېری ځوانان ایران ته لاړ شي څو کار وکړي او یوه مړۍ ډوډۍ خپلو کورنیو ته پیدا کړي، موږ هیله لرو څو دولت، موسسې او د هېواد سوداګر هڅه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

ورته وخت کې، د غور د کار او ټولنیزو چارو رییس ملا نصرالله انصار وویل: «د ۱۴۰۲ کال له پيله تر اوسه ۱۸۰ ماشومان چې له ایرانه را اېستل شوي، د همکارو موسسو له لارې د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته تسلیم شوي او موږ هغوی خپلو کورنیو ته سپارلي دي.»

 هغه وایي چې د همکارو موسسو په همغږۍ هڅه کوي څو د یادو ماشومانو کورنیو ته ډېرې مرستې برابرې کړي.

Views: 140

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.