Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوې چیني کمپنۍ افغانستان کې د نفتو معیاري کارخونې جوړولو برخه کې لېوالتیا ښودلې

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د «ژینګ ژن» په  نوم یوې چیني کمپنۍ په افغانستان کې د نفتو یوې معیاري کارخونې جوړولو او کاني زېرمو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د د دغه زارت سرپرست شهاب الدین دلاور د چین «ژینګ ژن» کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.

سرچینې لیکلي، په دغه لیدنه کې د یادې کمپنۍ رییس د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې سربېره د معیاري کارخونې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

دلاور د یادې لېدنې پرمهال د افغانستان د کاني زېرمو په موخه د پانګونې او د نفتو د یوې معیاري کارخونې د جوړېدو په برخه کې د یادې کمپنۍ د رییس د لېوالتیا هرکلی کړی او له یادې کمپنۍ یې غوښتي چې خپل پروپوزل له دغه وزارت سره شریک کړي.

دلاور ویلي: «افغانستان د ۲۰۰ زره کیلومره مساحت په درلودو سره نفتي سیمې لري او په پنځو سترو حوزو وېشل شوي او اوس مهال د آمو دریا حوزه له افچین کمپنۍ سره قرارداد شوې.»

د هغه په خبره، د هرات د نفتو حوزه ۲۳ زره کیلومتره مربع مساحت لري او په ۱۱ بلاکونو وېشل شوې ده، د اکتشاف او استخراج لپاره اعلان ته سپارل شوې او یاده کمپنۍ هم کولای شي چې د پروپوزل په وړاند کولو سره ګډون وکړي.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست ویلي، دغه وزارت له هغو بهرني پانګوالو سره مرستې او همکارۍ ته چمتو دی چې غواړي د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.