[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې په میدانوردګړ ولایت کې د ۳۲۳ میلیون افغانیو په لګښت ۴۵۱ وړې پروژې پرانیستل شوې.
د یاد وزارت له خوا خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو پروژو په پرانیستغونډه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست ملا محمدیونس اخندزاده د میدانوردګو والي قاري بختیار معاذ، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ولسي وګړو ګډون کړی و.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست ملا محمدیونس اخندزاده د پرمختګ او اسانتیاوو رامنځته کېدو برخو کې یادې پروژې مهمې وبللې ویې ویل چې اسلامي امارت د هېواد ابادۍ او پرمختګ ته ژمن دی او دا خپل مسوولیت ګڼي چې په هېواد کې ټولګټې پروژې پلې کړي.
اخندزاده د خصوصي موسسې له مسوولینو وغوښتل چې ټولګټې پروژې په ټولو ولایتونو کې په شفاف او عادلانه توګه پلې کړي.
ورته مهال د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي وحیدالله راشد وویل چې د اکټېد موسسې له خوا د مرکز میدانښار، جلرېز او بهسود لومړۍ حصه ولسوالیو کې د ۳۲۳ میلیون افغانیو په لګښت ۴۵۱ کوچنۍ پروژې چې په کې د سړکونو بیارغول او جغل اچول، استنادي دېوالونو، پلونو او پلچکونو جوړول او بیارغول، د کانالونو، حوزونو او د پاکو اوبو شبکو بیا رغول او جوړول او دې ته ورته نورې پروژې شاملې دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP