[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د عدلیې وزارت وایي چې د کابل په بېلابېلو ناحیو کې یې له څېړنو او ارزونو وروسته د ۱۱ خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو دفترونه تړلي دي.
د یاد وزارت له خوا د سلواغې په ۱۴مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا ارزونه یې په تېرو دوو میاشتو کې ترسره کړې ده.
د عدلیې وزارت ویلي چې د جمعیتونو او د ټولنیزو ټولنو چارو ریاست د څارنې پلاوي د یادې مودې په ترڅ کې د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوي په موخه ۳۲ اتحادیې او خیریه بنسټونه تر څارنې او اروزنې لاندې ونیول.
سرچینې زیاته کړې، د فعالیت جواز نه درلودو او یا د جواز مودې پای ته رسېدو له امله د دوو اتحادیو، ۸ خیریه بنسټونو او یوې شورا فعالیتونه بند شول او دفترونه یې وتړل شول.
[/restrict]
Views: 195
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن