ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا ولسمشر: د افغانستان بانک شتمنۍ به د یوه بل کال لپار هم کنګل وي

د امریکا ولسمشر: د افغانستان بانک شتمنۍ به د یوه بل کال لپار هم کنګل وي

author avatar
8 Feb 2024 - 06:58
د امریکا ولسمشر: د افغانستان بانک شتمنۍ به د یوه بل کال لپار هم کنګل وي
author avatar
8 Feb 2024 - 06:58

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۹سلواغه ۱۴۰۲): د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ به د یوه بل کال لپاره هم کنګل وي.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر بایډن له خولې ویلي چې دغه پیسې به د یوه بل کال لپاره هم د افغانستان د بشري بحران او له هغه څخه د پیدا شوي ګواښ په اړه به یې ۱۴۰۶۴ اجرايي فرمان د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له ۱۱ نېټې وروسته هم د اجرا وړ وي.

د امریکا غږ د خبر له مخې، دا فرمان د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه خپور شوی و، د افغانستان د مرکزي بانک ګنګل شوې شتمنۍ د ملي اضطراري حالت په دغه اجرايي فرمان کې شاملې دي.

د قانون له مخې، دا ډول ملي فرمانونه په خپله لغوه کېږي، خو که ولسمشر یې له یو کال تېرېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه د فدرال په جریدې کې د تطبیق دوام خپور کړي او کانګرس ته یې په اړه معلومات ورکړي، بیا نه لغوه کېږي.

سپینې ماڼۍ د سلواغې په ۱۸مه (د چهارشنبې په ورځ) د ولسمشر جو بايډن له خولې لیکلي‌: «د دې مادې پر اساس، دا لاندې اعلامیه مې د فدرال جریدې ته د خپرېدو لپاره واستوله او څرګنده مې کړه چې په افغانستان کې لوی بشري بحران او د ژور اقتصادي سقوط احتمال ته په کتو، دا اضطراري حالت چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د ۱۴۰۶۴ اجرايي فرمان کې درج شوی، د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له ۱۱مې نېټې وراخوا هم د اجرا وړ دی.»

ولسمشر بایډن زیاته کړې چې د افغانستان د مشخصو شتمنیو ساتل د دغو اضطراري حالاتو او د افغانستان د خلکو د نیکمرغۍ لپاره ډېر مهم دي. د امریکا مالي تاسیسات د افغانستان بانک دا شتمنۍ ساتي.

دا په داسې حال ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره اونۍ په کابل کې «د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» غونډه کې یو ځل بیا له امریکا څخه وغوښتل چې د افغانستان ګنګل شوې شتمنې پرېږدي.

د سپینۍ ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي دي چې «اقتصادي ملاتړ‎، اوبو، روغتیا، حفظ الصحې، سرپناه» او د غذايي مصونیت په برخو کې د افغانانو بېړنۍ اړتیا او همدغه راز «بشري بحران او د اقتصادي سقوط احتمال» هغه غیر عادي ګواښونه دي چې د «متحدو ایالتونو ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې ته یې فوق‌العاده تهدید متوجه کړی» دی.

بایډن ویلي‌ چې د سپتمبر د یوولسمې نېټې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د کورنیو په ګډون بېلابېل اړخونه د افغانستان بانک په دغو شتمنیو باندې حقوقي ادعاوې لري او یا یې د حقوقي‌ ادعا د کولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګست په ۱۵مه نېته په کابل کې د جمهوریت له سقوط وروسته د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان بانک څه باندې ۹.۵ میلیارد ډالر شتمنۍ ګنګل کړې چې د اوسني حکومت لاس ته ولاړې نه شي.

له دغو شتمنیو څخه یې اووه میلیارد په نیویارک کې د فدرال په زیرمو کې ساتل کېدل چې بیا یې ۳.۵ میلیارد په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق ته انتقال شوې.

جو بایډن په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د فبرورۍ په ۱۱مه نېته د ګنګل شوو شتمنیو د ۳.۵ میلیارد ډالرو کارولو ته اجازه ورکړه او پاتې برخه یې په متحدو ایالتونو کې ګنګل دي.

تېرکال په متحدو ایالتونو کې یوې محکمې پرېکړه وکړ چې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو غړي د دغو ګنګل شوو شتمنیو مستحق نه دي.

د افغانستان بانک په ۲۰۲۲ کال کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د جو بایډن وروستی اجرايي فرمان غیر عادلانه او د نه منلو وړ بللی او دا شتمني یې د افغانستان د خلکو ملکیت بللې ده. د افغانستان بانک غوښتنه کړې څو د دغه تصمیم په اړه تجدید نظر وشي.

[/restrict]

Views: 89

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.