ترینکوټ (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له استازو سره په لیدنه کې ویلي، هیڅوک حق نه لري چې دغه ولایت کې د خبریالانو حقونه تر پښو لاندې کړي.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له استازو سره په لیدنه کې وویل، له دې وړاندې د خبریالانو په نوم یو شمېر ادارو د دغه ولایت د خبریالانو حقونه خوړلي او د دوی ستونزو ته یې هیڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.
هغه زیاته کړه، له دې وروسته به هیچاته اجازه ور نه کړي چې د اروزګاني خبریالانو حقوق تر پښو لاندې کړي.
هغه ډاډ ورکړ چې دغه ولایت کې د خبریالانو او دولتي ادارو ترمنځ اړیکي ښې دي او زیاتوي چې ټولې ادارې په وخت خپل معلومات له رسنیو سره شریکوي.
ورته مهال، د اروزګان یو شمېر خبریالان وايي، د خبریالانو ظرفیت لوړونې ترڅنګ دې د سیمهییزو رسنیو مالي ملاتړ برخه کې هم ورسره همکاري وشي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن