جلالاباد (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د نړۍوال بانک په ۹ اعشاريه ۳ ميليون افغانيو لګښت د يوه سړک او پارک جوړېدو چارې پيل شوې.
د جلالاباد ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پرژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) په تخنيکي همکارۍ د دغه سړک او پارک جوړولو کارونه نن د جلالاباد ښار په درېيمه ناحيه کې پيل شول.
په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د جلالاباد ښاروال عبدالرازق ضيايي وويل، یاد سړک ۱۹۵ متره اوږدوالي او ۱۵ متره پلنوالی لري او یو بله برخه یې د پارک جوړل دي چې د چکنوریو لیسې مخې ته به په معیاري توګه جوړ شي.
د نوموړي په وينا، پر دې پروژې ۹ اعشاريه ۳ میليونه افغانۍ لګښت راځي چې ټول د نړۍوال بانک له لوري ورکول کېږي او تخنيکي چارې يې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو اداره مخته وړي.
د جلالاباد ښاروال زياته کړه، په دغه پروژه کې به هره ورځ سلګونه بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي او چارې به یې د درېيو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د سيمې اوسېدونکي د دې پروژې پيل ته خوښ دي.
د درېيمې ناحيې اړوند د فاميليو سيمې يو اوسېدونکی رحمدل وايي، په دغه سيمه کې د پارک او سړک جوړېدل د ځايي اوسېدونکو لويه اړتيا وه.
د يادونې ده، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د ادارې د دغو پروژو د تطبیق موخه د افغانستان په کلیو او ښارونو کې د لنډمهاله کاري فرصتونو او بېړنیو لومړنيو خدمتونو وړاندې برابرول دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP