ترینکوټ (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): د اروزګان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې یې خصوصي شرکتونو او صنعتکارانو ته د فعالیت جوازونو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
د اروزګان د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد داوود شاهین پژواک خبري اژانس ته وویل، له دې وروسته د دغه ولایت سوداګر او صنعتکاران کولی شي په اسانۍ سره د فعالیت جواز ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه، له دې مخکې به د دغه ولایت سوداګر او صنعتکاران د جوازونو ترلاسه کولو په موخه پلازمېنې کابل او یا نورو ولایتونو ته تلل خو اوس یې ورته په دغه ولایت کې د جواز ورکولو اسانتیا برابره کړې ده.
دغه راز د دغه ولایت یو شمېر سوداګر هم خوښ دي چې په لومړي ځل په خپل ولایت کې د فعالیت جواز ترلاسه کوي.
د صدیقالله په نوم یوه سوداګر چې د خپل ساختماني شرکت لپاره د جواز اخیستو په موخه یاد ریاست ته راغلی و وویل: «له دې وړاندې به خلک اړ وو د جواز ترلاسه کولو لپاره کندهار او یا هم کابل ته لاړ شي، وخت به یې هم ضایع کېده او ډېرې پیسې به هم ترې مصرفېدې.»
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې چې دوی اوس مهال ۱۶ ډوله سوداګریزو چارو ته د فعالیت جوازونه ورکوي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن