کندوز (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): د کندوز د سپورت مسوولين وايي، دغه ولایت کې د افغان او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ اووه ازادې سيالۍ ترسره شوې چې د ټولو سياليو ګټونکي افغانان دي.
د کندوز د رزمي لوبو مسوول احمدشکيب الهام پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د ځوانانو او لويانو په سني کټګوریو کې ترسره وشوې او افغان ورزشکاران وتوانېدل چې خپلو اوو پاکستاني سيالانو ته ماتې وکړي او دغه سيالۍ په خپله ګټه پای ته ورسوي.
هغه زياته کړه: «یادو سياليو دوې ورځې دوام وکړ چې له ١٥ ولايتونو د بېلابېلو برخو ورزشکارانو پهکې ګډون کړی و، په دغو سیالیو کې د افغان او پاکستاني ورزشکارانو ترمنځ ٧ سيالۍ وشوې چې له نېکه مرغه زموږ ورزشکاران وتوانېدل چې ټولو پاکستاني لوبغاړو ته ماتې ورکړي او د سرو زرو مډال وګټي.»
په همدې حال کې، ورزشکاران د دغو سیالیو له ترسره کېدو خوښي څرګندوي.
یوه پاکستان لوبغاړي سميعالله وويل: «موږ له افغانستانه ډېر خوښ يو چې بلنه یې راکړه او دلته کندوز کې مو سيالۍ وکړې، د پاکستان له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې په راتلونکي کې افغان ورزشکارانو ته هم بلنه ورکړي.»
یو افغان لوبغاړی مسعود منصوري وايي: «لوبه ډېره ښه وه، ما خپل پاکستانی سیال مات کړ، زموږ غوښتنه دا ده چې د لا زیاتو سیالیو ترسره کولو زمینه راته برابره شي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په کندوز کې د افغان، ایراني او پاکستاني لوبغاړو په ګډون بېلابېلې ورزشي سیالۍ ترسره شوې چې افغان لوبغاړو پهکې ښې لاستهراوړنې درلودې.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن