Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه کې د «دوراهۍ» صنعتي ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

لښکرګاه (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وایي، د لښکرګاه ښار «دوراهۍ» سیمه کې یې پر دوه زره جریبه ځمکه د صنعتي ښارګوټي جوړولو چارې پیل کړې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل، د لښکرګاه ښار په ۵۰ کیلومترۍ «دوراهۍ» سیمه کې د هغه صنعتي ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې چې څه موده مخکې د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا منظور شو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست له لوري یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د هغه په خبره، د دغه ښارګوټي د جوړنې چارو د ارزونې په موخه یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې چې د صنعتي ښارګوټي رییس، د ځمکو د وېش مسوول او یو شمېر نور مسوولین په‌ کې برخه لري.

نوموړي زیاته کړه، یاد ښارګوټی چې پر دوه زره جریبه ځمکه جوړېږي له دوه زرو ډېرو کسانو ته به په‌ کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

د هغه په خبره، تر اوسه یې د لومړنیو بنسټیزو چارو ترڅنګ یو شمېر نور کارونه هم پیل شوي دي.

نوموړي وویل، په دغه صنعتي ښارګوټي کې د فابریکو جوړولو په موخه ګڼ شمېر سوداګرو نوملیکنه کړې چې لا هم دوام لري.

د یادونې ده چي د یاد ښارګوټي ټولې چارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.