پلخمري (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): د بغلان ولایت د مرکز اړوند «ډنډغوري» سیمه په ولسوالۍ بدله او د دغه ولایت په اداري واحدونو کې شامله شوه.
د بغلان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریس مولوي مصطفی هاشمي نن (د سلواغې ۲۳ مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د بغلان ولایت د «ډنډغوري» سیمه چې د دغه ولایت له ګڼ مېشتو سیمو ده، د کابینې د پرېکړې په اساس په ولسوالۍ بدله او د دغه ولایت په اداري واحدونو کې شامله شوه.
هاشمي وویل، ډنډغوري د بغلان ولایت هغه سیمه ده چې په تېرو کالونو کې یې اوسېدونکي د جګړو له امله له ګڼ شمېر اسانتیاوو بې برخې وو چې له دې وروسته به ورته پاملرنه ډېره او ستونزې به یې حل شي.
ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکي وايي چې د حکومت له پریکړې خوښ دي او زیاتوي چې د بیارغونې، پوهنې، روغتیا او کرنې برخه کې دې د دوی ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د یادونې ده چې بغلان ولایت له دې مخکې د مرکز پلخمري په ګډون ۱۵ اداري واحدونه درلودل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP