ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د غوړیو د تولید فابریکه جوړه شوه

فراه کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د غوړیو د تولید فابریکه جوړه شوه

author avatar
12 Feb 2024 - 23:46
فراه کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د غوړیو د تولید فابریکه جوړه شوه
author avatar
12 Feb 2024 - 23:46

[restrict paid="true"]

فراه ښار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): د فراه ولایتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د يوه سوداګر له لوري د لس ميليون افغانيو په لګښت له پنبه‌دانو د‌ غوړیو د تولید فابریکه جوړه شوه.

د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پانګونه د باري‌داد صادق په نوم یوه ځایي سوداګر کړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په دې وړه فابریکه کې به د ورځې له شپږ ټنه پنبه دانۍ څخه  ۵۰۰ کيلوګرامه غوړي او ۳ عشاریه ۵ ټنه کونجاره توليدېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه غوړي د فراه په شمول یو شمېر ولایتونو ته هم صادریږي.

یاد ریاست ویلي چې په دې فابریکه کې ۳۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

[/restrict]

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.