کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت وايي چې د افغانستان او ایران سرحدي امنیتي مسوولینو د هرات اسلامکلا بندر کې د سرحدي مسایلو، دوه اړخيزو همکاریو او پهدې برخه کې د شته ستونزو هواري په اړه خبرې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت نن پر خپله اېکسپانه لیکلي چې دغه ناسته پرون د افغانستان او ایران سرحدي امنیتي مسوولینو ترمنځ د هرات په اسلامکلا بندر کې وشوه.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې چې د هرات د کمیسارۍ په انګړ کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو پنځمې سرحدي لوا د قوماندان برید جنرال محمدرحيم خادم په مشرۍ ترسره شوه، د ایران پولهساتو ځواکونو مرستيال محمدرضا بیات او یوه بل مسوول سرهنګ شيدا هم ګډون درلود.
سرچینه وایي چې دواړو لورو د سرحدي همکاریو او د شته ستونزو هواري په اړه خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي دفاع وزارت یوه پلاوي د روانې سلواغې میاشتې په ۲۲مه د ازبکستان د سرحدونو له عمومي قوماندان سره په صفري نقطه کې ولیدل او دواړو لورو د سرحدي ستونزو، دوه اړخیزه اړیکو او ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
Views: 66
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن