مزارشریف (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خدمتونو برابرولو ادارې (UNOPS) دفتر په مالي ملاتړ یې د دغه ښار یو شمېر ناحیو کې ۱۵ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وایي چې یونپس ادارې له ښاروالۍ سره په همغږۍ د دغه ښار ۱۲ ناحیو کې ۱۵ زره کسانو ته لنډمهال کارونه پیدا کړي دي.
د هغه په وینا، یاده اداره په مزارشریف ښار کې خلکو ته د کار زمینې برابرولو په موخه د ویالو ایستلو، سړکونو، پلیو لارو جوړولو او نورو برخو کې یو شمېر لنډمهاله پروژې پلې کوي.
د مزار ښار اوومه ناحیه کې کارته اماني هغه سیمه چې د سړک جوړولو پروژه په کې عملي کېږي.
د دې پروژې انجینر محمدشفیع شېراني وویل، په دې سیمه کې د سړک جوړولو پروژه پلې کېږي چې شاوخوا ۳۰۰ کسان په کې کار کوي او هر کس ته د ورځنې ۴۵۰ افغانۍ مزدوري ورکول کېږي.
بلخوا په دغو پروژو کې بوخت کسان هم خوښ دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
د پادشاهمیر په نوم یو کارګر وایي: «خوشاله یم په خپله سیمه کې راته د کار کولو فرصت برابر شوی، له یوې خوا کورنۍ ته مې حلاله نفقه ګټم، له بلې خوا مې خپله سیمه او وطن جوړېږي.»
هغه له نورو موسسو او سازمانونو غوښتنه کوي چې خلکو ته دې د وړیا خوراکي توکو پر ځای کاري فرصتونه برابر کړي.
دغه راز یو بل کارګر خیبر هم وایي، خوښ دی چې د بلخ په کچه دغه ډول پروژې پلې کېږي؛ ځکه له یوې خوا سیمه ابادېږي او له بلې خوا ځایي اوسېدونکو ته په کې کاري فرصتونه برابرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم یوې موسسې په بلخ کې له پاکستانه راستنېدونکو سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن