کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲): د اذربایجان سفیر کابل کې د خپل هېواد سفارت پرانیستلو په اړه د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته وړاندې کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د اذربایجان جمهوریت سفیر الهام محمدوف د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره تعارفي ناسته کړې ده.
سرچینې لیکلي، دغه ناسته کې د اذربایجان سفیر کابل کې د سفارت پرانیستلو په اړه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته وړاندې کړ.
سرچینې زیاته کړې، ناسته کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د دیپلوماټیکو اړیکو پر پیل، اقتصادي همکاریو او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
سرچینه زیاتوي، مقتي کابل کې په لومړي ځل د اذربایجان جمهوریت د سفارت پرانیسته او د سفیر په کچه د دیپلوماټ رالېږل دوو اړخیزو اړیکو کې مهم پرمختګ وباله او دا یې د افغانستان او اذربایجان د دوستۍ ښه نښه یاده کړه.
متقي د افغانستان او اذربایجان اړیکې تاریخي وبللې او د یاد هېواد سفیر ته یې د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې کابل کې د دغه هېواد سفارت سره لازمه مرسته وکړي.
متقي دغهراز زیاته کړه د لاجوردو لار افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري او د دې دهلیز له فعالېدو سره افغانستان له اروپا سره نښلېدلای شي.
متقي دغهراز وویل چې اسلامي امارت غواړي په باکو کې د افغانستان سفارت کې د دیپلوماټیک حضور کچه لوړه کړي.
سرچینه لیکي، ناسته کې د اذربایجان سفیر وویل، هېواد یې د افغانستان حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
د یاد هېواد سفیر زیاته کړې، دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د دغه هېواد سفارت کابل کې پرانیستل کېږي.
نوموړي د امنیت، ثبات، نشهيي توکو پر ضد د مبارزې او اقتصادي پرمختګونو په اړه د افغانستان د حکومت لاستهراوړنې وستایلې.
هغه زیاتوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې د همکاریو ښه ظرفیتونه شته چې کولای شي د دواړو هېوادونو په ګټه ثابت شي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پژواک خبري اژانس ته وویل، دا لومړی ځل دی چې د اذربایجان سفارت کابل کې پرانیستل کېږي او د سفارت د پرانیستلو لیک یا باور لیک یې متقي ومانه او د یاد هېواد پلازمېنه باکو کې د افغانستان سفارت شته.
Views: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن