کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۲): نړۍوال بانک اعلان کړی چې له افغانستان سره ۳۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي.
د رویټرز اژانس راپور له مخې، یاده مرسته د نړۍوال بانک نړۍوالې پراختیا ټولنې له خوا ورکول کېږي او ټاکل شوې، اسلامي امارت ته له لاسرسي پرته د ملګرو ملتونو بنسټونو له لوري په افغانستان کې ولګول شي.
سرچینه کاږي چې یادې پیسې له حیاتي اساسي خدمتونو لکه اوبو، روغتیا، زدهکړو او کار څخه د ملاتړ لپاره دي.
Views: 64
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن