ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ۱۵۰ بوتله شراب ترلاسه شوي

بلخ کې ۱۵۰ بوتله شراب ترلاسه شوي

author avatar
19 Feb 2024 - 15:39
بلخ کې ۱۵۰ بوتله شراب ترلاسه شوي
author avatar
19 Feb 2024 - 15:39

مزارشریف (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وایي، ۱۵۰ بوتله یو لېتره شراب يې ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو نن ۱۵۰ بوتله یو لېتره شراب چې له دغه ولایت څخه جوزجان ولایت ته انتقالېدل، ترلاسه کړي دي.

سرچینه وايي، یاد شراب په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې په تړاو يې دوه کسان هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې میاشتې په اتمه نېټه هم بلخ ولایت کې یو ازبکستانی وګړی د سلګونو بوتلو شرابو د قاچاق په تړاو نیول شوی و.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.