میمنه (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د فاریاب ځايي مسوولین وايي، په میمنه ښار کې د ښاروالۍ او خصوصي سکټور له پرمختیايي بودجې د څه باندې ۲۳ میلیون افغاینو په لګښت د اوبو د یوه کانال او یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د مسوولینو په وینا، د اوبو کانال د میمنې د ښاروالۍ له بودیجې د ۱۱،۳ میلیون افغانیو او خصوصي سوداګریز مارکېټ د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت شوی دی.
د فاریاب والي داملا محمدشعیب رسالت وویل، د اوبو کانال یو کیلومتر اوږدوالی، یو متر سور او ۱،۴۰ متر ژوروالی لري چې د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې د میمنې ښار په خواجهاباد او تندورک ګذرونو کې جوړ شوی دی.
بلخوا، د میمنې ښاروال داملا ګل احمد مبشر وایي، د خواجهاباد او تندورک ګذرونو اوسېدونکي د اورښتونو پر مهال د سېلابونو راوتلو له امله له ستونزو سره مخ وو او هر کال به یې کورونه اوبو لاندې کول.
هغه زیاته کړه، د دغه کانال په جوړېدو سره د خلکو ستونزې هوارې شوې او دغهراز د میمنې ښار په اتمه ناحیه کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ترې خړوبېږي.
په ورته مهال، د فاریاب والي د میمنې ښار پر هرات سړک د یوه خصوصي سوداګریز مارکېټ پرانیسته هم وکړه.
د فاریاب والي وویل چې دغه سوداګریز مارکېټ د حاجي ګل نظر یوزباشي له لورې پر ۱۷۰۰ متر مربع ځمکه جوړ شوی چې ۲۴ دوکانونه، ۸ خونې، جومات او عصري د اوداسه ځای لري.
هغه د یاد مارکېټ جوړېدل د اقتصادي ودې او خلکو ته د کاري زمینې په برابرېدو کې اغېزناک وباله او له نورو سوداګرو او شتمنو یې وغوښتل چې ورته پانګونې وکړي او خلکو لپار د کار او سوداګرۍ زمینه برابره کړي.
د دغه سوداګریز مارکېټ د مالک استازی حاجي شېرمحمد صیاد وايي، د یاد مارکېټ له جوړوېدو بې موخه خلکو د کار زمینه برابرول، په ښار کې د هټیو د کرایو کمول او کسبګرو سره مرسته ده.
په همدې حال کې، په دغه مارکېټ کې یو هټۍوال محبالله وايي، پر سړک یې هټۍ درلوده او ۱۲۰ زره افغانۍ یې کرایه ورکوله، خو په دغه مارکېټ کې د دوکان کرایه له ۳۰ تر ۵۰ زره افغانیو ده چې د جومات او د اوداسه ځای اسانتیاوې هم ورته برابرې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP