کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د ماليې وزارت وایي چې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د بودجوي واحدونو هغه ۶۶ پراختیايي پروژې تائید شوې چې د مـلي عوايـدو او کاري فرصتونـو د زياتوالي، د ملي اقتصاد د پياوړتيا او مـلي بودجـې پـه ښـه تمويـل كـې مهـم رول لوبوي.
د مالیې وزارت له خوا د کب په ۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د مالیې وزارت د پالیسۍ معينيـت اړونـد د عامـه پانګونې د مديريت رياست، د اسلامي امارت لـه اقتصادي لومړيتوبونو سره سم؛ د بودجـوي واحدونو د پراختيايي پروژو د مالي او اقتصادي تحليـل او هر اړخيزې ارزونې مسئووليت لري او دغه ریاست د راتلونکي مالي کال لپاره د بودجـوي واحدونـو ټـولې مهمې پراختيايـي پـروژې لـه پانګونې وړاندې د پروژو د ارزونې کمېټې (پيايسي) له لارې د پراختيايي لومړيتوبونو سره سم ټاكي او لومړیتـوب وركوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ریاست د راتلونکي (١٤٠٣) مـالي کال لپـاره لـه بودجـوي واحدونـو څـخـه ۲۱۶ پراختيايي پروژې ترلاسه کړې چې د پروژو د ارزوني کمېټې لـه لـوري پراختيايي لومړيتوبونـو تـه پـه کتـو، لـه دغو پـروژو څـخـه ۶۶ پراختيايي پروژې د ملي بودجـې پـه سـنـد کې د شمولیت پـه موخه تائيد شوې دي.
سرچینې زیاته کړې چې تائيـد شوې پروژې له ملي اقتصادي او پراختيايي لومړيتوبونـو سره سـم دي چې د مـلي عوايـدو او کاري فرصتونـو د زياتوالي، د ملي اقتصاد د پياوړتيا او مـلي بودجـې پـه ښـه تمويـل كـې مهـم رول لوبوي.
په خبرپاڼه کې د دغو پروژو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP