چاریکار (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۲): د پروان د عامې روغتیا ریاست وایي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د یوه روغتیايي مرکز په ودانۍ کې د برېښنا شارټي له امله اورلګېدنه رامنځته شوې چې میلیون افغانۍ زیان یې اړولی دی.
د پروان د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول وحیدالله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه اورلګېدنه د مرکز اړوند په صیادان سمیه کې د یوه روغتیايي مرکز په ودانۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د دغه روغتیايي مرکز د ودانۍ چت سوځېدلی، خو وسایل یې د خلکو او ساتونکو له لوري ژغورل شوي دي.
هغه وویل چې د ژغورنې لپاره د هڅو سربېره بیا هم شاوخوا یو میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن