[restrict paid="true"]
لښکرګاه (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۲): د هلمند د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو د یوه خیریه بنسټ له لوري د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې له ۵۰۰ مستحقو معلولینو، یتیمانو او کونډو سره مرسته وشوه.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض د کب په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغو کسانو سروې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په مرکز او ولسوالیو کې ترسره شوې وه.
هغه وایي، دا مرستې د لښکرګاه په ګډون په ناوه، مارجه، نادعلي، ګرشک او نهرسراج ولسوالیو کې وېشل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه یاده چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۲۴ کيلو وریجې، ۲۰ کیلو بوره، ۲۰ کيلو نخود او لوبیا او ۱۵ لېتره غوړي ورکړل شول.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP