Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

واشنګټن کې یوه امریکايي پوځي غزه کې د «نسل‌وژنې» په اعتراض ځان ته اور اچولی

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د امریکا هوايي ځواکونو یوه سرتېري د دغه هېواد پلازمېنه واشنګټن کې ځان ته له دې امله اور اچولی چې نه غواړي د غزې په «نسل وژنه» کې شریک وي.

امریکا هوايي ځواکونو ویاند د کب په ۷مه خبریالانو ته ویلي چې یاد معترض سرتېري د خپلو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

سرچینې زیاته کړې، د امریکا هوايي ځواکونو دغه غړي چې په خپل ټيلېفون یې د ځان ویډیو کوله، چيغې وهلې «فلسطین ازاد کړئ» او بیا یې ځان ته اور واچاوه.

په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، یو کس په نظامي جامو کې ښودل کېږي چې وايي نه غواړي په غزه کې په «نسل وژنه کې شریک» وي.

د پوځ ویاند وویل چې په دې اړه نور جزئیات وروسته خپرېږي.

په واشنګټن ډي‌سي کې د اسرائیل سفارت مخې ته د غزې جګړې غبرګون کې څو ځلې مظاهرې شوې دي؛ د متحده ایالتونو پلازمېنه واشنکټن کې هم شوې خو ټولې سوله‌ییزې وې.

په غزه کې د حماس - اسرائیل ترمنځ جګړه د تېر کال اکټوبر میاشتې په اوومه پیل شوې چې د اسرائیلي چارواکو په وینا، تر اوسه زرګونه کسان په کې وژل شوي دي.

خو د غزې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، تر دې دمه نږدې ۳۰ زره کسان وژل شوي چې اکثریت یې مېرمنې او ماشومان دي.

یادونه: په دغه خبر کې د امریکا غږ له راپوره ګټه اخیستل شوې ده.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.