جلالاباد (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار مخابراتو ریاست وايي چې سږ کال د دغه ولایت یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې ۱۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړ او فعال شوي دي.
د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس مولوي ذبيحالله ذکي د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د مخابراتي خدمتونو پراختیا په موخه یې سږ کال په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې ۱۸ مخابراتي سايټونه فعال کړي دي.
هغه زیاته کړه، د دوی د سروې له مخې، ننګرهار کې ۳۳ نورو سايټونو ته هم اړتيا ده چې منظور شوي او په فعالېدو به يې د مخابراتي خدمتونو برخه کې لا ډېرې اسانتياوې راشي.
د نوموړي په خبره: «د جلالاباد - تورخم، کونړ، لغمان او کابل ولايتونو لويو لارو لپاره هم سروې شوې او راپور یې د منظورۍ په موخه مرکز ته استول شوی، څو په لويو لارو کې هم مخابراتي سيستمونه منظم شي.
هغه دغه راز وويل چې سږ کال نهه دولتي ادارې او ۲۰ مخابراتي سايټونه له نوري فايبر سره وصل شوي او د انټرنېټي خدماتو کيفيت ورسره لوړ شوی دی.
د مخابراتو رييس وايي چې څه موده مخکې په دغه ولایت کې د سيمکارتونو وېشلو برخه کې ځکه ستونزه رامنځته شوې وه چې د نوو سيمکارتونو وېش يوازې له پاکستانه راتلونکو کډوالو ته ځانګړی شوی و.
د هغه د معلوماتو له مخې، د تورخم ښارګوټي د کډوالو پنډغالي کې پنځهګونو مخابراتي شرکتونو ۶۵ زره او ۳۶۱ سيمکارتونه وړيا وېشلي دي.
د يادولو ده، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري له څه مودې راهیسې اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي په موخه هره اونۍ په سه شنبې ورځ خبري کنفرانس جوړېږي.